د بارانونو له امله خېبرپښتونخوا کښې ١٣ کسان مړۀ
په خېبرپښتونخوا کښې دبارانونو له امله دنهوو ماشومانو پشمول ديارلس کسان مړۀ شويدي چې پکښې زنانه هم شامل دي، دبارانونو په وجه دشوو نقصانونو په اړه شمير پي ډي ايم اے لخوا جاري کړے شوے دے.
درپورټ ترمخه مړو شوو کښې نهه ماشومان اؤ درې زنانه شامل دي، همدغه شان يو سړے هم دبارانونو په وجه مړ شوے ، دوه ماشومان اؤ يوه زنانه ژوبل شوي هم دي، نولسو کورونو ته زيان رسيدلے،١٧و ته جزوي زيان رسيدلے اؤ دوه مکمل ړنګ شويدي.
حادثې په سوات، بونير، باجوړ، تورغر، کوهستان اپر، مردان، کرمه، هري پور، مانسهره، چترال اپر، ملاکنډ اؤ شانګله کښې شويدي. دسختو بارانونو موجوده سلسلې ٢٥مې جولائي پورې په دمې دمې سره دجاري پاتې کيدو امکان دے.
دبارانونو په سب تيره ورځ بونير اؤ باجوړ کښې پينځه تنه مړۀ شويدي، بونير کښې دمور اؤ لور پشمول درې کسان اؤ په بآجوړ کښې دونه وروڼه ډوب شوي اؤ پحق رسيدلي دي. دتفصيلاتو ترمخه په چغرزۍ کښې نهه کلن ماشوم سيلابي اوبو کښې ډوب شوے اؤ پحق رسيدلے دے، ګوکند علاقه کښې دتندر راپريوتو په وجه کور په اوبو کښې لاهو شوے چې ورسره مور اؤ لور ډوب شوي اؤ پحق رسيدلي دي،
دريسکيو١١٢٢ اهلکارو او مقامي خلقو لخوا امدادي کارروايۍ شروع شوي اؤ لاشونه برامد کړے شويدي، په سواړۍ کښې دبجلۍ ګرډ سټيشن ته سيلابي اوبۀ داخل شويدي پير بابا، ديوانه بابا، سواړۍ اؤ نورو ځايونو کښې هم باراني اوبۀ کورونو ته داخل شويدي.،
چلاس کښې ١٥ سيلګري بې درکه دي، دغلته ٤٠٠ ګاډي ګير شويدي، داين ډي ايم اے ترمخه په ټول ملک کښې يو شواروز کښې ١٩ کسان مړۀ شويدي، دباران اؤ زمکې ښوئيدو په وجه په لسګونو کورونه هم تباه شويدي، دبارانونو په وجه تراوسه ٢٣٣ کسان مړه شويدي. باجوړ کښې دوه وروڼه سيلاب لاهو کړيدي په بونير کښې درې اؤ ديامر کښې پينځه کسان پحق رسيدلي دي
What's Your Reaction?
Like
1
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0