داسرائيلو جارحيت نړيوال امن لپاره خطر دے، وزيراعظم شهبازشريف

وزير اعظم شيباز شريف د ايران خلاف د اسرائيل د پارونكي چلند او جارحيت سخته غندنه کړې اؤ دا ئې د سيمې او نړيوال امن او استحکام لپاره يو خطر ګرځولے دے.
د خالي په ورځ د وزير اعظم دفتر د رسنيو څانګې لخوا جاري شوې اعلاميه کښې ويل شوي چې وزير اعظم شهباز شريف د خالي په ماښام د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پيژشکيان سره په ټيليفوني خبرو کښې ووئيل چې پاکستان ايران سره بشپړه يووالے څرګندوي.
دبيان ترمخه وزيراعظم په نړيواله ټولنه او ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د اسرائيل د جارحانه چلند او غير قانوني اقداماتو مخنيوي لپاره سمدستي او د باور وړ ګامونه پورته کړي.
وزير اعظم وويل چې پاکستان د اسرائيل په بې ځايه او بې دليله تهاجم د ايران حکومت او ورور ملت سره ولاړ دے۔
What's Your Reaction?






