په ايران داسرائيلو نورې حملې،65 ايرانيان شهيدان،5 اسرائيليان هلاک،80 ژوبل

دايران لخوا په جوابي حمله کښې تيره شپه تراوسه دخواؤشا ٢٠٠ بيلسټک ميزائيلونو په اسرائيلو دداغل کيدو نه پس اسرائيلو فوج ته دکارروايۍ لپاره مکمل ازادي ورکړې ده دکوم وروسته چې په تازه اسرائيلي حملو کښې دنورو دوه ايراني جنرالانو، درې جوهري سائنسدانانو اؤ ٢٠و ماشومانو پشمول ٦٥ ايراني وګړي شهيدان شوي اؤ دنورې کارروايۍ اشاره هم ورکړے شوې ده.
دتازه اطلاعاتو ترمخه دقطر نشرياتي ادارې الجزيره پخپل رپورټ کښې وئيلي دي چې د جنوبي بندرګاه ښار کنګن کښې دساؤتهـ پارس ريفائنري باندې داسرائيلو لخوا ډرون حمله شوې ده چې ورسره په ريفائنري کښې اور لګيدلے دے ،
دايران اؤ اسرائيلو ترمينځ جاري جنګ نور شدت هم اختيار کړے دے، ايران دهفتې په سحر په اسرائيلو په پينځوو لويو ميزائيلونو سره حمله کړې ده، په تازه حمله کښې په لسګونو ميزائيل داغل شوي دي، دايران لخوا داسرائيلو دارالحکومت تل ابيب کښې ميزائيلونه داغل شويدي
دايراني حملو په نتيجه کښې څلور اسرائيليان هلاک اؤ ٨٠و پورې نور ژوبل شويدي، دصيهوتي رياست دوه جديد ترينې ايف ٣٥ اسټيلتهـ جنګي طيارې هم ايران رانسکورې کړيدي. داسرائيلي ميډيا ترمخه دچاؤدنو غږونه تل ابيبو يروشلم او ګشدان کښې اوريدل شويدي چې ورسره په خلقو کښې ويره ترهه خوره شوې ده اؤ اولسي وګړو ته محفوظو مقاماتو ته دمنتقل کيدو هدايت شوے دے
تل ابيب کښې اسرائيلي جوهري تحقيقي مرکز هم په نخښه کړے شوے دے، دپاسداران انقلاب ترمخه اپريشن وعده صادق ٣ کښې په اسرائيلو کښې ګڼ اهداف په نخښه کړے شويدي اؤ په اسرائيلو د٣٠٠ و نه زيات ميزائيلونه داغل شويدي، ايران داسرائيلو ددوه ايف ٣٥ اسټيلتهـ جنګي طيارو رانسکورولو دعوه هم کړې ده.
بل اړخ ته داسرائيلي ميډيا ترمخه ايران ٢٠٠ بيلسټک ميزائيلونه داغلي دي چې پکښې ګڼ په فضاء کښې ناکاره کړے شويدي. داسرائيلي ميډيا ترمخه دايران لخوا داغل شوي ميزائيلونه تل ابيب کښې په مختلفو مقاماتو غورځيدلي دي چې پکښې يو داسرائيلو ددفاع وزارت عمارت هم شامل دے
په ګش دان کښې هم دوه ايراني ميزائيلونو دلګيدو اطلاعات دي، دحملې په نتيجه کښې سخت اور لګيدلے دے.
دعالمي خبري ادارې ترمخه داسرائيلو په دارالحکومت تل ابيب کښې دسائرن غږيدو غږونه اوريدل کيږي. داسرائيلو ددفاع وزارت هيډکوارټر سره نزدې اور او لوګي لوګيدل شويدي، کم از کم پينځوو مقاماتو باندې هنګامي صورتحال دے.
دايران پاسداران انقلاب وئيلي زمونږ بدله لا اوس شروع شوې ده. دايران دپاسداران انقلاب سينئر عهديدارانو وئيلي اوس به داسرائيلو يوه علاقه هم محفوظه پاتې نه شي، زمونږ انتقام به ډير تکليف ورکوونکے وي.
What's Your Reaction?






