دمودي بيا پاکستان ته دحملې همکي، دپاکستان ردعمل
دپاکستان دلاسه ددريوو رافيل پشمول دشپږو طيارو اؤ شپږويشتو دفاعي تنصيباتودتباه کيدو اؤ شرمندګۍ سره دمخ کيدو نه پس بهارتي وزيراعظم نريندر مودي دخپلې وارخطايۍ مظاهره کړې اؤ پاکستان ته ئې يوځل بيا دحملو دهمکي ورکړې ده.
مودې دپاکستاني عوامو په مخاطب کولو سره وئيلي دي چې هغوي دې دبهارت مدد کولو سره په ارام ډوډۍ وخورئ، ګنې زما ګولۍ خو شته. وزيراعظم نريندر مودي يوځل بيا الزام لګولے دے چې په هند کښې ددهشت ګردۍ کارروائيۍ دپاکستان له لوري کيدونکے سو ارادي سازش دے،
دګجرات رياست دخپلې دروې په دوران په دويمه ورځ ګاندهي نګر کښې دپارټۍ کارکنانو ته په وينا کښې مودي په پهلګام کښې دعسکريت خوښو حملې اؤ بهارتي فوجي اپريشن سندور باندې خبره کړې ده.
دپهلګام حملې په حواله دۀ ووئيل چې دې ته پراکسي وار نۀ شي وئيل کيدے ځکه چې په شپږمه مئ داپريشن سندور په نتيجه کښې چې دکومو دهشت ګردو هلاکت وشو ، دهغوي جنازې ادا کړے شوې اؤ هغوي ته په پاکستان کښې سرکاري اعزاز ورکړے شو.
وزيراعظم نريندر مودې ووئيل چې زۀ نوي نسل ته وئيل غوناړم چې ملک څنګه برباد کړے شو، په ١٩٦٠ء کښې چې څنګه سندهـ طاس معاهده وکړے شوه، کۀ تاسو ددې باريکۍ ته لاړ شئ نو حيران به شئ، په دې معاهده کښې تر دې وئيل شويدي چې په جمو او کشمير کښې چې په کومو لښتو چې کوم ډيمونه جوړيږي، ددې دصفايۍ کار به نۀ کيږي اؤ دډيمونو ګيټونه به نۀ پرانستل کيږي.
بلخوا دپاکستان خارجه دفتر دهندي وزيراعظم په بيان خپل ردعمل کښې وئيلي دي چې دهندي وزيراعظم بيان پارونکے، غيرذمه وارانه اؤ دمتحده قامونو دمنشور ډاګيزه خلاف ورزي ده
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0