خېبرپښتونخوا کښې دګورننس بهتر جوړولو لپاره د حکومت د ګډ ګورننس روډ ميپ پرانسته
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور په قيادت کښې صوبائي حکومت يو بل اهم سنګ ميل سر کړے دے،
په صوبه کښې دګورننس بهتر جوړولو لپاره صوبائي حکومت ګډ ګورننس روډ ميپ اجراء کړې ده. وزيراعلي سردار علي امين خان ګنډاپور دګډ ګورننس روډ ميپ باضابطه اجراء کړې ده، دتفصيلاتو ترمخه ګډ ګورننس، سمارټ ډويولپمنټ اؤ مضبوطه سيکورټي، دمذکوره روډ ميپ درې ترجيحي څانګې دي چې پکښې دراتلونکو دوه کلونو په دوران دموثره اؤ کلکو نتيجو حصول لپاره واضحه اهدافو تعين شوے دے
دا روډ ميپ به داصلاحاتو او بهتره طرز حکمرانۍ په لړ کښې دصوبائي حکومت دټولو اقداماتو لپاره ديو شان فريم ورک په توګه کار کوي.
په صوبه کښې به سروس ډيليوري، اداره جاتي کارکردګۍ اؤ دګورننس ماډل دعوامي توقعاتو مطابق اچولو لپاره يو مضبوط بنياد فراهم کوي، نوے ترتيب شوے روډ ميپ به سروس ډيليوري بهتر جوړولو لپاره دصوبائي حکومت ټول کوششونه په يو منظم اؤ مربوط انداز کښې مخ په وړاندې بوځي
ددې نه علاوه روډ ميپ کښې دګورننس څانګې بهترۍ لپاره دنورو دولسو ذيلي څانګو تعين شوے دے چې پکښې صحت، تعليم، اربن اينډ رورل ډويلپمنت، اکانومي، سوشل پروټيکشن، پبلک پرائيويټ پارټنر شپ، ايز اف ډوئنګ بزنس، معاشي ترقي، مضبوطه قانوني ډهانچه، ډيجيټل سروسز فراهمي، دګورننس کلينډر، دميرټ په بنياد تقرري اؤ په پسمانده علاقو کښې دروزګار فراهمي شامل ده. همدغه شان دروډ ميپ لاندې به دسيکورټي نظام نور مضبوط جوړولو لپاره پراونشل ايکشن پلان باندې عمل درامد کولے شي اؤ سمارټ ډويلپمنټ څانګه کښې دميګا پراجيکټونو په وخت تکميل، پراخه عوامي مفاد دمنصوبو لپاره په ترجيحي بنيادونو دفنډز فراهمي اؤ دسرمايه کارۍ ودې لپاره اقدامات شامل دي.
همدغه شان دروډ ميپ لاندې راتلونکو دوه کلونو لپاره په مختلفو څانګو کښې دډاګيزو اهدافو تعين هم شوے دے چې پکښې دصحت څانګه کښې ٢٥٠ بنيادي دصحت مرکزونو اؤ کليوالو دصحت مرکزونو اپګريډ کول، دښکتنۍ کچې دصحت مرکزونو کښې هر وخت دماشومانو دزيږيدنې دخدماتو فراهمي يقيني کول، دسلو نه زياتو هسپتالونو ته ضروري طبي الات اؤ دوايانې ورکول، په جنوبي ضلعو کښې دپوليو خاتمې لپاره هر ماشوم پورې لاسرسے يقين کول شامل دي. دتعليم په څانګه کښې دسکول نه بهر ماشومانو په شمير کښې به پنځوس فيصده کمے راوستل کيږي اؤ يونيم زر دکمې کارکردګۍ سکولونه به اوټ سورس کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0