تيراه کښې درې کسان له تښتول کيدو وروسته قتل

May 24, 2025 - 14:55
 0  0
تيراه کښې درې کسان له تښتول کيدو وروسته قتل

دخېبرضلعې په تيراه وادۍ کښې  دجاسوسۍ په الزام کښې درې کسان داغوا کيدو وروسته قتل کړے شويدي.

 دذريعو وينا ده چې نامعلومو کسانو سحر مهال درې کسان دجاسوسۍ په الزام کښې تښتولي دي اؤ په بېدردۍ سره ئې قتل کړيدي، وژل شوو کسانو کښې ابراهيم ولد مصور، صمد عرف صمدائي ولد پياوخان اؤ نويد ولد شيرغلام شامل دي چې دملک دين خيل قوم سره ئې تعلق دے. ددوي  مړي په يو پرانستي ميدان کښې غورزول شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي