دنوښار او مردان پوليس او سي ټي ډي کارروائي، اهم ترهه ګر هلاک
نوښار( وحدت خبريال) سي ټي ډي مردان ريجن اؤ نوښار پوليس اهمه کارروائي کړې ده اړ دټي ټي پي انتخاب عالم ګروپ اهم دهشت ئې هلاک کړے دے، دسي ټي ډي مردان ريجن سپيشل ويپن اينډ ټيکټکس ټيم اؤ نوښار پوليس تاڼه نظام پور حدودو غائبانه بابا کښې يو انټلي جنس بيسډ سرچ اينډ سټرائيک اپريشن په غرض سره موجود ؤ چې په دې دوران په دوي په خودکاره وسلو سره ډزې شروع شوې، دپوليس پارټۍ دځان دحفاظت لپاره جوابي کارروائي وکړه کومه چې څو منټو پورې روانه وه، په دې دوران دپوليسو په ډزو يو دهشت ګرد په موقعه هلاک شو اؤ نور ملګري ئې تېښته کښې کامياب شول، دډزو ودريدو وروسته دوژل شوي دهشت ګرد لاش په برامد کيدو دشناخت عمل شروع شو چې په نتيجه کښې ئې معلومه شوه چې هلاک دهشت ګرد حماد ظاهر ولد ظاهر بادشاه دکاهي نظام ضلع نوښار اوسيدونکے چي دټي ټي پي انتخاب عالم ګروپ فعاله غړے اؤ خطرناک ټارګټ کلر اؤ بهته خور دے. هغه دهشت ګرد دپوليس کانسټيبل مقصود شهادت نه علاوه دهشت ګردۍ، قتل، اقدام قتل، بهته خورۍ پشمول په نورو سنګينو جرمونو کښې هم کښې سي ټي ډي مردان ريجن اؤ دنوښار پوليس ته مطلوب ؤ. ددهشت ګرد دقبضې نه يو کلاشنکوف، دوه ميګزين اؤ ګڼ کارتوس برامد کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0