پنجاب:دريوو مختلفو پېښو کښې 16 کسان وژل شوي

May 6, 2025 - 10:42
 0  2
پنجاب:دريوو مختلفو پېښو کښې 16 کسان وژل شوي

دپنجاب په مختلفو سيمو کښې دډزو ټريفکي پېښو پشمول دريوو مختلفو واقعاتو کښې 16 کسان وژل شويدي.

 دګوجرانواله  علاقې نوشهره ورکان کښې دنشې عادي تن  په پخوانۍ دشمنۍ ډزې کړيدي او پينځه کسان ئې وژلي دي، په ډزو يو تن ژوبل شوے هم دے.

 دميډيا رپورټ ترمخه دپوليسو وينا ده چې دډزو پېښه دتتلے عالي تاڼې حدودو اړتالي ورکان کښې شوې ده، دنشې عادي ملزم عمران  دمقتول عثمان سره څو مياشتې وړاندې جنګ شوے ؤ.

ملزم  په غصه کښې په ډزو ٢٨ کلن عثمان، دهغه ٤٠ کلن ملګرے عمران، افضل او دوه محافظان عمر او وقاص وژلي دي.

دپنجاب ائي جي پي  ډاکټرعثمان انور ددې پېښې نوټس اخستے دے.

په يوه بله پېښه کښې دپنجاب په شورکوټ سيمه کښې په يوه ټريفکي پېښه کښې پينځه تنه وژل شويدي، دپنجاب وزيراعلي مريم نوا په دې پېښه دافسوس اظهار کړے دے.

همدغه شان دپنجاب په سرګودها ښار  کښې دغنمو ذخيره کوونکي صندوق کښې  دلوبو په دوران دساه خفه کيدو په وجه دڅلورو خويندو پشمول شپږ ماشومې مړې شويدي.

پېښه دسرګودهاېچک ١٢ جناح کالونۍ کښې شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي