شمالي وزيرستان کښې دډرون حملې خلاف خېبر کښې داولس احتجاج

May 23, 2025 - 00:23
 0  1
شمالي وزيرستان کښې دډرون حملې خلاف خېبر کښې داولس احتجاج

 دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې خېبر کښې  دخېبر اولس زيراهتمام دوزيرستان ډرون حملې خلاف احتجاجي مظاهره شوې ده چې پکښې په ګڼ شمير کښې خلقو ګډون کړے دے.

 دغه احتجاجي مظاهره لنډي کوتل بازار باچاخان چوزک کښې دخېبر اولس زيراهتمام  ترسره شوې ده.

 احتجاجي مظاهره کښې افتاب شينواري، دتورخم مزدورانو اتحاديې پخواني صدر اؤ نورو په ګڼ شمير کښې ګډون کړے دے.

 په دې موقعه مظاهرينو ووئيل چې  دميرعلي  ډرون پېښې په سختو ټکو کښې غندنه کوو اؤ دشهيد شوو ماشومانو دمتاثره  کورنيو سره په دې غم کښې برابر شريک يو.

 دوي  غوښتنه کړې ده چې  حکومت دې متاثره خاندانونو ته انصاف ورکړي.

دوي ووئيل چې قبائيلي علاقو کښې دوباره دبدامنۍ چپه تشويشناکه ده، دوي ووئيل چې مونږ پخپله خاوره امن غواړو  اؤ نوره بدامني به نۀ برداشت کوو.

 دوي دا غوښتنه هم کړې ده چې په تورخم سرحد دې  په مزدورانو بنديزونه ختم کړے شي اؤ هغوي دې بې ځايه تنګ نۀ کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي