دنهمې مئ کيسونه، دپي ټي ائي دباني دپولي ګرافک ټيسټ کولو نه انکار

دپاکستان تحريک انصاف ګوند باني عمران خان دنهمې مئ دمقدمو دتفتيش په لړ کښې دپولي ګرافک ټيسټ کولو اؤ وکيلانو په عدم موجودګۍ کښې په تفتيش کښې دشامليدو نه انکار کړے دے.
دميډيا رپورټ ترمخه دپنجاب پوليس تفتيشي ټيم دپينډۍ اډياله جيل ته رسيدلے، چرته چې هغوي دنهمې مئ په پېښو کښې دپي ټي ائي باني نه دتحقيقاتو کولو کوشش کړے دے.
دذريعو وينا ده چې دپي ټي ائي باني موقف اختيار کړے دے چې دهغه دوکيلانو په غيرموجودګۍ کښې به هغه په څه قسمه تفتيش کښې نۀ شامليږي، په دې موقعه دپوليس ټيم مشري ډي ايس پي اصف جاويد کړې ده، په ټيم کښې انسپکټر محمد اسلم، محمد عالم، محمد ارحم اؤ دپنجاب فرانزک يونټ عابد ايوب هم شامل ؤ.
دنهمې مئ په مقدمو کښې پوليسو دعمران خان دپولي ګرافک اؤ فوټو ګرافک ټيسټ کولو فيصله کړې وه دکوم لپاره چې پراسيکيويشن دترهه ګرۍ دمخنيوي په عدالت کښې باقاعده درخواست جمع کړے ؤ، دلاهور دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت دټولو فريقينو دموقف اوريدو نه پس دعمران خان دپولي ګرافک ټيسټ کولو اجازت ورکړے ؤ.
په ٩مه مئ ٢٠٢٣م کښې په ټول ملک کښې په پوځي تنصيباتو او سرکاري املاکو دحملو په لړ کښې دپي ټي ائي دقيادت خلاف په ګڼو مقدمو کښې مقدمې درج کړے شوې وې چې پکښې دپي ټي ائي باني عمران خان دمرکزي کردار په توګه نامزد کړے شوے دے.
What's Your Reaction?






