ګوادر کښې نښته، يو پوليس اهلکار شهيد،حمله کوونکے هلاک

دبلوچستان په ګوادر کښې په يو کور دلاسي بم په حمله کښې درې کسان ژوبل شويدي، دپوليسو په فوري کارروايۍ کښې يو دهشت ګرد هلاک اؤ دډزو په تبادله کښې يو پوليس اهلکار شهيد شوې دے
. دبلوچستان حکومت ترجمان شاهد رند وئيلي دي چې دبلال مسجد سره نزدې په کور دلاسي بم حمله کښې دژوبل شوو کسانو تعلق پنجاب سره دے
، پوليسو دپېښې داطلاع ترلاسه کولو سره سم دتېښتې کوشش کوونکي حمله کوونکي راګير کړيدي. دترجمان وينا ده چې پوليسو حمله کوونکي نيولي، دډزو په تبادله کښې په هغوي کښې يو وژل شوے اؤ بل ژوبل شوے دے.
دحکومتي ترجمان ترمخه دپولي اهلکار محمد خماري دفرض دادائيګۍ پهدوران شهيد شوې دے. دوژل شوي حمله کوونکي پيژندګلو دشاه جهان اؤ زخمي دشهزاد په نوم سره شوې ده.
What's Your Reaction?






