کوهاټ کې يوې ادبي ټولنې د ځايي شاعرانو ستاينې لړۍ پيل کړې

Jun 23, 2025 - 14:14
 0  13
کوهاټ کې يوې ادبي ټولنې د ځايي شاعرانو ستاينې لړۍ پيل کړې

کوهاټ( نعمت الله خان )  په کوهاټ کې د( پام) په پښتانه ادبي ملګري نومې  يوې ادبي ټولنې د ځايي شاعرانو د ادبي هلو ځلو ستاينې لړۍ پيل کړې ده.  د "پام" نومې دغې ادبي ټولنې يو مشر ډاکټر شاکر اورکزي په خبره، د دغه ټولنه د کوهاټ په سيمه کې مېشت د پښتنو هرې سيمې شاعرانو په درانوي کې ادبي غونډې تابيا کوي دی زياتوي، چې شاعران د ټولنې هغه بااسعداده خلک دي، چې خپل ولس د ادب له لارې د نړۍ له نوري قامونه ورپېژني. شاعرانو تل د خپل مورنۍ ژبې له څخه د خپل ولس او ټولنې استازيتوب کړی.

په دغه وروستيو کې د يادې ادبي ټولنې په کوهاټ کې د دوو نامتو شاعرانو ممتاز علي خان  رهبر په درانوي کې يې پرتمينې غونډې ترسره کړې په دغه غونډو کې ګڼ شمېر شاعرانو او د ادب مينوالو ګډون کړی و.

  دغه راز شاعرانو د ښاغلي ممتاز علي خان خټک او سعيد رهبر د ادبي خدماتو په ليکلې مقالې واورولې او ويې ستايل د غونډې په پای کې يې  دواړه شاعران يې پر ډاليو او جايزو ونازول.

 د (پام) نومې ادبي ملګريو ټولنه وايي، د شاعرانو دغه ستاينې لړۍ به راتلونکي کې هم دوام ولري او وار په وار به ټول هغه شاعران ونازوي کوم چې د خپلې ژبې له لارې د ولس استازيتوب کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 1
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي