مقبوضه کشمير کښې دهندي پوځ ګاډے کندې ته لويدلى،درې هندي پوځيان مړۀ

دمقبوضه جمو او کشمير ضلع رامبن کښې دبهارتي فوج يو ګاډے دحادثې سره مخ شوے دے چې له امله ئې درې بهارتي فوجيان مړۀ شويدي.
دميډيا رپورټ ترمخه دجمو او کشمير نه دسري نګر په لوري روان يو پوځي جيپ 700فټه ژورې کندې ته پريوتے دے، په پېښه کښې يو شمير بهارتي فوجيان ژوبل شوي هم دي.
دميډيا رپورټ کښې دذريعو په اړه وئيل شويدي چې دغه پېه دګاډي په ټائي راډ کښې دناڅاپي خرابۍ په وجه شوې ده. دپېښې وروسته دبهارتي فوج لخوا کوم وضاحت مخې ته نۀ دى راغلى.
دبهارتي فوج دګاډو ناقصې څارنې سنګين صورتحال اختيار کړے دے، په يوه هفته کښې په بهارتي فوجي قافلو کښې د27و نه زياتې پېښې شويدي چې پکښې اکثره دتکنيکي خرابيو په وجه شويدي.
What's Your Reaction?






