تيراه کښې په چيک پوسټ دترهه ګرو حمله، يواهلکار شهيد، دوه ترهه ګر ژوبل

پېښور: دخېبرپښتونخوا دقبائيلي ضلعې خېبر په لرې پرته سيمه تيراه کښې ترهه ګرو په يو چيک پوسټ حمله کړې ده چې پکښې يو سپاهي شهيد شوے دے.
دامنيتي ذريعو وينا ده چې دتيراه په حيدر کنډو سيمه کښې ترهه ګرو په سالار چيک پوسټ حمله کړې ده، په حمله کښې يو سپاهي شهيد اؤ دامنيتي ځواکونو په جوابي عملياتوکښې هم دوه ترهه ګر ژوبل شويدي.
دسرچينو وينا ده چې دحملې وروسته په سيمه کښې دامنيتي ځواکونو لخوا کليئرنس اپريشن روان دے.
په دې وروستيو کښې د خېبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کښې دترهه ګرو په حملو اؤ په جواب کښې ئې دامنيتي ځواکونو لخوا دترهه ګرو خلاف په عملياتو کښې چټکتيا راغلې ده.
What's Your Reaction?






