پېښور کښې زوې خپله مور ووژله

دپېښور علاقې بډه بيره کښې دمور په نصيحت کولو زوې په غصه کښې خپله مور په ډزو سره وژلې ده
دپوليسو ترمخه پېښه هاغه وخت مخې ته راغله چې عاصمه بي بي خپل زوې حبيب الله ته دبدو هلکانو دصحبت نه دلرې پاتې کيدو وينا وکړه.
دپوليسو وينا ده چې ځوان حبيب الله دبيا بيا نصيحتونو نه تنګ راغلے اؤ خپله مور ئې په کوټه کښې بنده کړې اؤ په ډزو ئې وژلې ده. دپېښې وروسته حبيب الله تښتيدلے دے. پوليسو دملزم لټون لپاره کارروائي شروع کړې ده.
What's Your Reaction?






