دترهه ګرۍ خاتمې لپاره به جامع اؤ مستقله پاليسي جوړول وي، ايمل ولي
پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر ايمل ولي خان په راولپينډۍ کښې په امام باړه دخودکش حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده، پخپل يو بيان کښې ايمل ولي خان وئيلي دي چې دترهه ګرۍ خاتمې لپاره به جامع اؤ مستقله پاليسي جوړول وي، ايمل ولي خان وئيلي دي چې دامن قيام اؤ دعوامو دځان ومال حفاظت دحکومت بنيادي ائيني ذمه واري ده ، دۀ وئيلي دي چې بلوچستان اؤ خېبرپښتونخوا دوړاندې نه دترهه ګرۍ په اور کښې سوزيږي، داے اين پي مرکزي صدر وئيلي دي چې په دې صورتحال کښې به رياست ته پخپلو ترجيحاتو په سنجيدګۍ سره نظرثاني کول وي. دۀ وئيلي دي چې عوام دکوم نوي نوم يا اصطلاح سره هيڅ غرض نۀ لري، عوام صرف اؤ صرف امن غواړي، دۀ وئيلي دي چې دائيني اؤ حکومتي ذمه واريو نه په يو صورت کښې هم سترګې پټول دمنلو وړ نۀ دي، دۀ دعا کړې ده چې الله پاک دې دټولو شهيدانو درجې لوړې کړي اؤ لواحقينو ته دې صبر جميل ورکړي.؛
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0