دملک ترقي په اتحاد سره ممکن ده، وزيراعظم
هري پور( وحدت خبر) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې دملک ترقي په اتحاد سره ممکن ده، وزيراعظم وئيلي دي چې دترهه ګرو خلاف ددې صوبې عوام، پوليس اؤ فوج مقابله کوي، داے ائي جديد تعليم لپاره به دټول ملک نه زده کوونکي بهر ليږل کيږي، دۀ وئيلي دي چې په معرکه حق کښې مو مودي سرکار ته هاغه سبق وښودو چې هغوي به ئې کله هم نۀ هيروي، دقام په دعاګانو الله پاک پاکستان ته فتح ورکړه، شهبازشريف وئيلي دي چې کۀ څلور واړه صوبې ترقي وکړي نو پاکستان به ورسره ترقي وکړي، ماشومانو ته تعليم ورکول زمونږ اولنے فرض دے، هري پور کښې دوزيراعظم ليپ ټاپ سکيم دستورې ته په وينا کښې شهبازشريف ووئيل چې بهارت ته مو داسې شکست ورکړو چې هغوي به ئې کله هم هير نۀ کړي، دۀ ووئيل چې نن مو سل فيصده په ميرټ شپږ لکه ليپ ټاپس تقسيم کړل، خېبرپښتونخوا دزړۀ ورو اؤ غيورو عوامو صوبه ده، دۀ ووئيل چې ستاسو دقربانيو په وجه په ملک کښې امن قائم شوے، ستاسو قربانۍ به تاريخ تر قيامته په زرينو لفظونو کښې يادې ساتې، تاسو دقوم عظيم معمور جوړيدونکي يئ.، وزيراعظم ووئيل په جادو سره به ترقي نۀ راځي ، دملک ترقي په اتحاد سره ممکن ده. پخپله وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف هري پور کښې ددانش سکول دتعمير اعلان هم کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0