زمونږ ليډر عمران خان اؤ دهغه ميرمنه دتنهايۍ په قيد کښې ساتل شويدي، سهيل افريدے

Dec 5, 2025 - 22:36
 0  4
زمونږ ليډر عمران خان اؤ دهغه ميرمنه دتنهايۍ په قيد کښې ساتل شويدي، سهيل افريدے

پېښور( وحدت خېبر) دخېبرپښتونخوا  وزيراعلى محمد سهيل افريدي د٤١مې صوبائي کابينې  غونډې ته دويډيو لنک دلارې خطاب کولو سره دمستقبل پاليسي ګائيډلائينز ورکړي اؤ وئيلي ئې دي چې  صوبائي حکومت دوړاندې نه دګورننس واضحه روډ ميپ ورکړے دے اؤ په سرکاري امورو کښې شفافيت اؤ دجديدې ټيکنالوجۍ استعمال ته وده ورکولے شي، دۀ سرکاري اجلاسونو کښې   ان لائن شرکت ته دترجيح ورکولو هدايت وکړو اؤ وې وئيل چې دې سره به نۀ صرف دوخت بچت کيږي بلکې  په سرکاري  لګښتونو کښې به ورسره  ډاګيز کمے هم راځي، وزيراعلى  دوفاقي وزيرانو اوسني پريس کانفرنس  غيرانساني، غيراخلاقي اؤ غيرقانوني ګرځولو سره ددې سخته غندنه وکړه اؤ وې وئيل چې داسې رويه  دعوامو راپارولو اؤ قصداً  دحالاتو خرابولو  مترادف ده. دۀ ووئيل چې زمونږ ليډر عمران خان  اؤ دهغه ميرمنه دتنهايۍ په قيد کښې ساتل شوي دي، صوبائي حکومت ددې سخته غندنه کوي.  وزيراعلى واضحه کړه چې عمران خان دټول پاکستان ليډر دے اؤ دهغه ميرمنه يوه غيرسياسي اؤ باپرده ميرمنه ده، وزيراعلى ووئيل چې  ګوډ ګورننس اؤ دشفافيت ودې لپاره به دصوبې ټولو سرکاري ، خپلواکه اؤ نيم خپلواکه ادارو کښې بهرتۍ صرف دايټا دلارې  کولے شي اؤ  څه قسمه سرکاري بهرتي  به دنجي ټيسټنګ ايجنسۍ دلارې نۀ کيږي دۀ ووئيل  قومي مالياتي کميشن اوسني اجلاس کښې دصوبې دمقدمې په کوټلي انداز کښې دپيش کولو يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې  داجلاس ټولو برخه والو دصوبې  داصولي موقف  تائيد وکړو خو اين ايف سي کښې  دضم ضلعو د١٣٧٥ اربو روپو شيئر نۀ شاملول به يوه سنګينه بې انصافي وي. وزيراعلى دتورخم بارډر د٥٥ ورځو راهسې په بنديدو دژور تشويش اظهار وکړو اؤ وې وئيل چې  دې سره دټرک ډرائيورانو ترڅنګ سړي، زنانه، ماشومان اؤ مشران سخت متاثره کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي