مونږ به نور په بې انصافۍ خاموش نۀ پاتې کيږو، وزيراعلى

Nov 29, 2025 - 22:12
 0  2
مونږ به نور په بې انصافۍ خاموش  نۀ پاتې کيږو، وزيراعلى

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي واضحه کړې ده چې  موجوده صوبائي حکومت دخپلو ائيني اؤ جائزو حقونو دحصول لپاره مسلسل جدوجهد کوي اؤ په دې لړ کښې به څه قسمه سمجهوته نۀ شي کولےو دۀ وئيلي دي چې دصوبې دحقونو په اړه عوامو اؤ خصوصاً ځوانانو کښې اګاهي پيدا کول دوخت اهم ضرورت دے، دې لړ کښې  دې زده کوونکي خپل فعاله کردار ادا کړي چې دغه شان دخېبرپښتونخوا دحقونو په حواله مضبوطه بيانيه کور، کور ته ورسيږي،تر ننه  زمونږ سره بې انصافي شوې، مونږ به نور په دې بې انصافۍ خاموشه نۀ پاتې کيږو، وزيراعلى دخالي په ورځ دانصاف يوتهـ ونګ اؤ سټوډنټس فيډريشن دستورې ته وينا  کوله، دۀ ووئيل چې عمران خان  دپاکستان سياست ته يو نوے تاريخ اؤ اړخ ورکړے دے،  ما هم دسټوډنټ فيډريشن نه دخپل سياسي جدوجهد اغاز کړے دے اؤ نن وزيراعلى يم، دا دعمران خان ويژن دے چې ددې ملک  دځوانانو قيادت دې وړومبي صف ته راوستل شي. دۀ ووئيل ځينې خلق الزام لګوي چې پي ټي ائي احتجاجي سياست کوي چې دحقيقت برعکس دے، کۀ چرې په دې ملک کښې انصاف ترلاسه کيدے نو پي ټي ائي به کله هم داحتجاج لاره نۀ اختيارولے، دۀ  دوفاق دامتيازي طرز عمل حوالې ورکولو سره ووئيل چې دنهمې مئ نه پس کومو خلقو پريس کانفرنس وکړو هغوي بري شول او کوم خلق چې دعمران خان سره ودريدل هغوي ته سزا ورکړے شوه اؤ دانصاف مرۍ خفه کړے شوه. دۀ ووئيل دا نظام پوره بې نقابه شوے دے اؤ عدالتي ډهانچه مفلوجه جوړه کړے شوې ده. مونږ ټولې ائيني اؤ قانوني لارې اختيار کړې خو ددې باوجود هم دعمران خان سره ملاقات ونۀ شو. زمونږ سره داحتجاج نه بغير کومه ائيني لاره پاتې کيږي؟

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي