زمونږ صوبه  دا وخت ددهشت ګردۍ ښکار ده، ګورنر

Nov 28, 2025 - 22:13
Nov 28, 2025 - 22:17
 0  3
زمونږ صوبه  دا وخت ددهشت ګردۍ ښکار ده، ګورنر

نوښار( وحدت خبريال) دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې  زمونږ صوبه  دا وخت ددهشت ګردۍ ښکار ده، ميډيا سره په خبرو کښې  ګورنر  وئيلي دي چې   کۀ ملاقات وي او کۀ نۀ دصوبې لپاره کار کول ضروري دي،دا دامن قائمولو وخت دے، ګورنر وئيلي دي چې وزيراعلى دې سياست هم کوي اؤ صوبه دې هم چلوي، فيصل کريم کنډي ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چې  سياست اؤ حکومت بيل ، بيل څيزونه دي، په ټي وي کتلو سره راته معلومه شوې ده چې وزيراعلى دهرنا ورکړې ده، دۀ ووئيل چې ايف ايف سي هيډکوارټر، وانا کيډټ کالج اؤ ډيره پوليس ټريننګ  سنټر باندې حملې يو شان وې، دريواړو حملو کښې افغان وګړي ککړ و. ددريواړو حملو وخت داسې ؤ چې دلوئې نقصان اندېښنه وه. دانتشار خورونکو خلاف  دانټلي جنس اپريشن مکمل حمايت ته ضرورت دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي