دپاک افغان تاؤتريخوالي په اړه دايسپائر کے پي زيراهتمام ګول ميز مذاکره ترسره شوه

Nov 16, 2025 - 21:43
 0  3
دپاک افغان تاؤتريخوالي په اړه  دايسپائر کے پي زيراهتمام ګول ميز مذاکره ترسره شوه

پېښور( وحدت خبر)  دپاک افغان تاؤتريخوالي په اړه  دايسپائر کے پي زيراهتمام ګول ميز مذاکره ترسره شوې ده چې پکشې   ماهرينو ددواړو ملکونو ترمينځ دتعلقاتو بهتر  کولو لپاره  دګڼ اړخيزې سفارتکارۍ اؤ شهري سفارتکارۍ موثره جوړولو  په ضرورت زور راوړے دے، دمذاکرې برخه والو ووئيل چې  دپاکستان اؤ افغانستان تعلقات ډير پيچيده دي چې اثرات به ئې دسيمې په امن، تجارت اؤ استحکام مرتب کيږي،  په دې موقعه په دې خبره  اتفاق شوے دے چې  ددانشورانو، مذهبي مشرانو، ميډيا، تعليمي حلقو اؤ تاجر ورورولۍ پشمول  دټولنې ټولو طبقو ته به مثبت کردار ادا کول وي چې دغه شان تاؤتريخوالے راکم شي اؤ پائيداره امن ته لاره هواره شي.

دايسپائر کے پي چئيرمين اؤ  دخېبرپښتونخوا پخواني چېف سيکرټري محمد شهزاد ارباب افتتاحي دستوره کښې دوينا په وخت ووئيل چې  پاکستان اؤ افغانستان په تاريخي، جغرافيائي اؤ تجارت لحاظ سره په يو بل انحصار کوي چې  کوم متبادل ئې ممکن نۀ دے، دمذاکرې برخه والو تجويز ورکړے دے چې  حکومت دې هاغو ماهرينو اؤ شخصياتو دخدماتو نه ګټه پورته کړي چې پۀ افغان معاشرت، تاريخ اؤ سياست په ژورتيا سره  سره پوهيږي  چې دغه شان پاليسي سازۍ کښې  درست اؤ سم اړخ اختيار کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي