ټول پاکستان کښې دافغانانو ګرفتاريو کښې ١٠ چنده اضافه وشوه
د اقوامِ متحدہ د کډوالو ادارې (UNHCR) په يو رپورټ کښې وئيلي دي چې د بلوچستان چاغي او کوئټه، او د پنجاب اټک هغه درې ضلعې دي چېرته چې د افغان سټيزن کارډ (ACC) لرونکي او يا بېکاغذه افغانان تر ټولو ډېر نيول شوي او بند ته وړل شوي دي. دا کاروايانې د روان کال د لسو مياشتو نه زيات وخت کښې شوې دي. په راپور کښې راغلي چې په 2025 کال کښې د نيونو او بنديانو شمېر تر ټولو زيات وو. د جنوري د وړومبۍ نېټې نه تر 8 نومبر2025 پورې 1 لک او 971 افغان نيول شوي دي، په داسې حال کښې چې په2024م کال کښې 9022 او په 2023کال کښې 26 زره299 افغانان نيول شوي وو. د UNHCR د رپورټ تر مخه، د2023م نه مخکښې د ACC لرونکو او بېکاغذه افغانانو د نيولو يا بندي کولو کوم منظم ريکارډ نه وو موجود. د جنوري 2023نه وروسته د IOM ادارې دا معلومات راټولول شروع کړي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0