دامريکې اؤ سعودي عرب ترمينځ د١٤٢ اربو ډالرو په دفاعي معاهدو دستخط

May 13, 2025 - 23:50
May 13, 2025 - 23:50
 0  3
دامريکې اؤ سعودي عرب ترمينځ د١٤٢ اربو ډالرو په دفاعي معاهدو دستخط
Reauters

رياض( ميډيا رپورټ) دامريکائي صدر دسعودي عرب ددورې په دوران دامريکې اؤ سعودي عرب ترمينځ د١٤٢ اربو ډالرو په دفاعي معاهدو دستخط شوے دے.

دسپينې ماڼۍ وينا ده چې دفاعي معاهده دشپږ سوه اربو ډالرو سعودي سرمايه کارۍ دوعدې حصه ده. په دفاعي معاهدو کښې جي اي ګيس ټربائنز برامدات،دتوانايۍ شعبه کښې ١١٤ اربه ٢٠ کروړه ډالرو معاهده اؤ څلور اربه اؤ اتيا کروړه ډالرو د٧٣٧ بوئنګ طيارو معاهده هم شامل ده.

بلخوا دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ خپله موجوده دسودي عرب  دوره تاريخي ګرځولې اؤ دسعودي  قيادت سره ئې دخپل عقيدت او مينې اظهار کړے دے، دۀ وئيلي دي چې  دامريکې اؤ سعودي ترمينځ به تعلقات نور هم مضبوطيږي.

په رياض کښې ميډيا سره خبرو کښې  دۀ ووئيل چې شهزاده محمد بن سلمان يو عظيم رهنما دے چې هيڅ مثال ئې نشته، زۀ کله هم هاغه غوره ميلمستيا نۀ شم هيرولے چې اتۀ کاله وړاندې  شاه سلمان زما په اعزاز کښې ورکړې وه.

 

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي