کۀ هند دوباره مهم جوئي وکړه نو دوړاندې نه به تيز اؤ فيصله کن جواب ورکولے شي، ائي ايس پي ار

Oct 4, 2025 - 21:57
 0  5
کۀ هند دوباره مهم جوئي وکړه نو دوړاندې نه به تيز اؤ فيصله کن جواب ورکولے شي، ائي ايس پي ار

پاکستان د هندوستان د امنيتي ادارو د بې‌بنسټه او جنګي څرګندونو وروسته  سخت غبرګون ښودلے او دا ئې غير ذمه وارانه بللي دي، پاکستان وائي چې دغسې څرګندونې د جنوبي ايشيا د سولې او ثبات لپاره ستر خطرونه پېدا کولے شي. که هر ډول   مهم جوئي وشي، نو پاکستان به پرته له شکه يو پوره او پرېکنده ځواب ورکړي.

د پاک پوځ د عامه اړيکو ادارې (ISPR) له مخې، پاکستان د هند د امنيتي ادارو له خوا د ګمراه کوونکو، پاروونکو او جنګي خبرو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده، او دا ډول خبرې ئې د  جارحيت لپاره نوې پلمې بللي دي.

پاکستان خبردارے ورکړے چې د هند دا ډول بيانات د سيمې د سولې او ثبات لپاره ډېر خطرناک ثابتېدلے شي. هند له لسيزو راهيسې خپل ځان مظلوم ښائي، خو په اصل کښې ئې په سيمه کښې ترهګرۍ او تشدد ته وده ورکړې ده. اوس نړۍ هم هند د ترهګرۍ اصلي څېره او د سيمې د بې‌ثباتۍ محور ګڼي.

د اعلاميې له مخې، سږ کال د هند يرغل دواړه ايټمي ځواکونه د يوې سترې جګړې تر پولې راوستل. هند بايد د خپلو الوتکو د ملبې او د پاکستان د اوږده واټن ويشتونکې وسلې ياد وساتي. هند د ګډوډۍ ښکار شوے او بېرته د يو بل جنګ پر لور روان دے. د هند د دفاع وزير او د پوځ او هوائي ځواکونو مشرانو پاروونکي بيانونه ورکړي چې دا کار سيمه له سختو خطرونو سره مخ کولے شي. راتلونکي شخړه به د سيمې لپاره ډېره تباه کوونکې او ويجاړونکې تمامه شي.

پاکستان خبردارے ورکوي، که نوے جنګ پېل شي، نو پاکستان به بې له ځنډه يو پياوړے او پرېکنده ځواب ورکړي. هغو کسانو ته چې غواړي "نوے نورم" (New Normal) رامنځته کړي، پاکستان پيغام ورکوي چې مونږ ئې پوره تيارۍ نيولي دي.

په اعلاميه کښې وئيل شوي چې دا ځل به د پاکستان ځواب ډېر چټک، پرېکنده او ويجاړونکے وي. د وسله‌والو ځواکونو او اولس تر منځ د هر ډول هندي تېري پۀ وړاندې د مقابلې پوره وړتيا او اراده شته. دا ځل به د هند د جغرافيې د خونديتوب  وهم  ماتولے شي. پاکستان دا وړتيا لري چې د دښمن خاوره، آن تر لرې سيمو پورې، په نخښه کړي.

  ائي ايس پي ار زياتوي چې هند وائي پاکستان به له منځه يوسي، خو دا دې ياد وساتي چې که خبره تر هغه حده ورسېږي، نو دواړو خواوو ته به  انجام يو شان وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي