پېښور، چاؤدنه کښې دشهيد شوي پوليس اهلکار جنازه ادا
پېښور( وحدت خبر) دشهيد پوليس اهلکار محمد سجاد دجنازې لمونځ ملک سعد شهيد پوليس لائن کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دےو تيره شپه تاڼه بهانه ماړۍ حدودو ګړهي قمردين کښې دبارودي موادو په چاؤدنه کښې زخمي اؤ وروسته په ايل ار ايچ کښې دشهادت جام نوش کوونکي پوليس اهلکار محمد سجاد دجنازې لمونځ په ملک سعد شهيد پوليس لائن کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے چې پکښې قائم مقام ائي جي پي خېبرپښتونخوا محمد علي باباخيل ، سي سي پي او پېښور ډاکټر ميا سعيد احمد، ايس ايس پي اپريشنز مسعود احمد، پاک ارمي چارواکو، ايس ايس پي کوارډي نيشن خالد خان، ايس پي هيډکوارټرز علي ګوهر، سي ټي ډي افيسرانو، ډويژنل ايس پيز، ايس ډي پي اوز، پوليس افسرانو ، اهلکارو او دشهيد دکورنۍ غړو په ګڼ شمير کښې ګډون کړے دے، په دې موقعه دپوليس چاق وچوبند دستې شهيد ته سلامي ورکړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0