دپي ټي ائي داډياله جيل مخې ته دعوامي اسمبلۍ لګولو فيصله
پاکستان تحريک انصاف پرېکړه کړې چې د نهې په ورځ به د اډياله جېل مخې ته اولسي اسمبلي جوړه کړي د پاکستان تحريک انصاف پارلماني غونډه د بيرسټر علي ظفر په مشري د پارلمان هاوس کښې وشوه. د تحريک انصاف له خوا د غونډې په اعلاميه کښې ويل شوي چې پارټۍ پرېکړه کړې چې د نهې په ورځ به د اډياله جېل مخې ته اولسي اسمبلي جوړه کړي، چې پکښې د قامي اسمبلۍ او سنيټ غړو ته د ګډون کولو لارښوونه شوې ده. په اعلاميه کښې ويل شوي چې د فارم 47 پر بنسټ جوړه شوې حکومت جعلي دے او هېڅ قانوني حيثيت نه لري. اولسي اسمبلۍ کښې به د عوامو ستونزې لکه ګراني، سېلابونه، او امن و امان په ډاګه شي. اعلاميه زياتوي چې عمران خان د پارټۍ مشرانو ته د قوم غږ کېدو سپارښتنه کړې او پۀ پارلماني ډله ئې پوره اعتماد ښودلے دے. بيرسټر علي ظفر د عمران خان پېغام پارلماني ډلې ته رسولے دے، او غونډه کښې د تيرا وادۍ شهيدانو ماشومانو او مېرمنو لپاره ځانګړې دعا وشوه، او د شهيدانو کورنيو سره خواخوږي څرګنده شوې ده. اعلاميه کښې دا هم ويل شوي چې له قبايلو سره ظلم روان دے، او تحريک انصاف به د قبايلو لپاره پۀ شريکه غږ پورته کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0