په کوهاټ کې سېل ته تللي 7 ځوانان ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلي

Aug 17, 2025 - 14:49
 0  10
په کوهاټ کې سېل ته تللي 7 ځوانان ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلي

کوهاټ ( نعمت الله خان) په کوهاټ کښې دډزو په يوه پېښه کښې اووۀ کسان وژل شوي دي  د پوليسو په وينا پېښه تېره شپه د اګست پر 16مې له کوهاټ  ضلعې څخه هنګو ته تلونکي سړک پرته سيمه ريګي شېنو خېلو کښې رامنځته شوې ده.   د پوليسو لخوا ليکل شوي رپورټ له مخې دغه کسان چې د کوهاټ سيلګرۍ سيمه تانده نومې اوبو بند يا ډېم ته تللي وو بېرته د واپسې پر مهال د ناڅرګندو وسله والو لخوا پرې ډزې شوې چې په پايله کې اوو کسان د پېښې پر ځاي مړه شوي او يو تن په  ژوبل  حالت کښې د پېښور روغتون ته انتقال کړے شوے. په کوهاټ کښې د ژغورنې  ادارې  ريسکو- 1122 له خوا په پېښه کښې د وژل شويو کسانو نوملړ کښې عبدالصمد، ساجد، يوسف، اشفاق،مصطفا، حمزه او ياسر ښودل شوي او د  عبدالرزاق نومې تن ټپي شوے. وژل شوي کسان ټول ځوانان وو او د کوهاټ محمد زۍ نومې کلي اوسېدونکي وو. د يادې پېښې په اړه د ځايي تاڼې پوليسو په سيمه کې پلټنيز عمليات پيل کړي او د پېښې  علت نه دی څرګند شوی خو په تړاو يې ناڅرګندو وسله والو پر ضد د ښار تاڼې پوليسو رپورټ ليکلے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي