جنوبي وزيرستان کښې بمي چاؤدنه، دوه مړۀ،٢٢ ژوبل

Aug 8, 2025 - 23:14
 0  0
جنوبي وزيرستان کښې بمي چاؤدنه، دوه مړۀ،٢٢ ژوبل

  دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې جنوبي وزيرستان  کښې  په  يوه بمي چاودنه کښې لږ تر لږه دوه  کسان  شهيدان شوي او د يو پوليس پشمول  22   ژوبل شوي دي.

 سرچينو وئيلي چاودنه تيره ورځ  هغه   وخت  شوې چې د پوليسو ګاډے په بازار کښې  دګاډو دسټينډ سره تيريدو، په ژوبل شوو کښې  ديو شمير کسانو حالت مرګونے دے په دې وجه دمړو شمير کښې  داضافې اندېښنه ده.

 دچاؤدنې وروسته سيمې ته پوليس رسيدلي اؤ دپېښې پلټنې ئې پيل کړې وې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي