سيالکوټ کښې ددوه ماشومانو قاتله خپله مور وختله

Jul 29, 2025 - 22:04
Jul 29, 2025 - 22:05
 0  2
سيالکوټ کښې ددوه ماشومانو قاتله خپله مور وختله

  په سيالکوټ کښې تيره ورځ په بې دردۍ سره دقتل شوو دوه معصومو بچو دکيس ډراپ سين شوے دے، خپله سکه مور دهغوي قاتله ختلې ده.

ډسټرکټ پوليس افسر( ډي پي او) سيالکوټ فيصل شهزاد وئيلي سنګدلې مور بچي دخښتو په وارونو سره قتل کړيدي،ډي پي او وئيلي دي چې  ماشومانو خپله مور په قابل اعتراض حالت کښې دهغې دملګري سره ليدلې وه.

 دفيصل شهزاد ترمخه دراز معلوميدو له ويرې  ظالمې مور په بې رحمۍ سره درې کلن زوې وارث اؤ شپږ کلنه لور ام کلثوم دقتلولو نه پس دهغوي لاشونه په قبرستان کښې غورزولي وو. دپوليسو ترمخه  دپېښې څو ګينټې وروسته ملزمه مور نادرا اؤ دهغې  ملګرے فاروق نيولي شوي دي. ډي پي او  وئيل ملزمانو ته به عبرتناکه سزا ورکولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي