دنهمې مئ سانحې کيس،ياسمين راشد اؤ محمود الرشيد ته دلسو، لسو کلونو دقيد سزا واورول شوه
دنهمې مئ دګډوډي رامينځته کولو په کيس کښې دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت ياسمين راشد اؤ ميا محمود الرشيد ته دلسو لسو کلونو قيد سزا واوروله، دپاکستان تحريک انصاف دسينئر رهنما اؤ پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي پشمول شپږ ملزمان ئې بري کړي هم دي.
بلخوا دسرګودها دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت پۀ نهمې مئ،٢٠٢٣م ميانوالي کښې داحتجاج په مقدمه کښې داپوزيشن ليډر پنجاب اسمبلۍ ملک احمد بچهر اؤ نورو ٣٢و ملزمانو ته دلسو، لسو کلونو قيد سزا اورولې ده.
دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت لاهور جج ارشد جاويد په نهمه مئ دشيرپاؤ پل سوزولو کيس په کوټ لکهپت جيل کښې محفوظه فيصله اورولې ده.
دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت دپاکستان تحريک انصاف مشران شاه محمود قريشي، حمزه عظيم پشمول شپږ ملزمان بري کړيدي.
عدالت نهه ملزمانو ته دجرم په ثابتيدو سزا اورولې ده. ډاکتر ياسمين راشد اؤ ميا محمود الرشيد ته دلسو، لسو کلونو قيد سزا اورول شوې ده.
عدالت دملزمانو خلاف جيل ټرائيل کښې فيصله محفوظ کړې وه. مقدمه کښې دپي ټي ائي درهنما شاه محمود قريشي، ياسمين راشد، اعجاز چوهدري، ميا محمود الرشيد، عمر سرفراز چيمه پشمول د١٤و ملزمانو خلاف ټرائيل مکمل کړے شوے ؤ.
دنهمې مئ شيرپاؤ پل سوزولو کيس کښې دپي ټي ائي رهنما افضل پاهټ، حمزه پاهټ، خالد پاهټ پشمول نهه ملزمان په ضمانت دي.
بلخوا دسرګودها دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت پۀ نهمې مئ،٢٠٢٣م ميانوالي کښې داحتجاج په مقدمه کښې داپوزيشن ليډر پنجاب اسمبلۍ ملک احمد بچهر اؤ نورو ٣٢و ملزمانو ته دلسو، لسو کلونو قيد سزا اورولې ده.
دسرګودها دترهه رګۍ دمخنيوي عدالت دنهمې مئ سانحې،٢٠٢٣م په حواله دميانوالي موسي خيل تاڼه کښې ددرج مقدمې نمبر ٧٢ فيصله اورولې ده.
سزا وار شوو کښې پخوانے ايم اين اے بلال اعجاز هم شامل دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0