پاکستان حکومت پوليسو ته امر کړی چې د "پي او ار" نومې کارت لرونکي کډوال د نه ځوروي
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د پاکستان حکومت د سرحداتو او قبايلي چارو وزارت (سېفران) په يو امر کې ويلي، چې په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې د ثبت ثبوت کارت( پروف اف رجسټرېشن ۔ پي او ار) لرونکي به د امنيتي ادارو لخوا نه ځورول کېږي تر چې يې د دغه هېواد مرکزي کابينې يې په اړه پرېکړه نه وي کړې.
ياد وزارت په خپل امر کې د امنيت اړونده ادارو ته ليکي، د دغو کډوال برخليک او د پاتې کېدو اړوند پرېکړه د پارليمان لخوا کېږي تر هغه وخته پورې د بايد دوی هېڅ ډول و نه ځورول شي.
د پاکستان يو شمېر رسنيو راپورونو له مخې ويل کېږي، چې د پاکستان کورنيو وازارت او د کډوالو اړوند چارواکي پارليمان ته د ( پي او ار ) افغان کډوالو په اړه سپارښتنې يو ليک لېږلي چې پکې ويلي شوي دي دغو افغان کډوالو ته د پاکستان کې د اوسېدو موده بايد وغځول شي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ( يو اېن اېچ سي ار ) د شمېرو له مخې اوسمهال په دغه هېواد کې 1٫4 ميليونه د ( پي او ار ) نومې د کډوالۍ کارتونه لري ۔ دغه کډوال په پاکستان کې له تېرو څلورو لسيزو ډېره موده کېږي چې مېشت دي ۔ ان څلور نسلونه يې پاکستان کې زېږدلي دي.
پاکستان حکومت په کال 2024 کې ويلي، و چې له هېواده به ټول ثبت او ناثبت کډوال به په درېيو پړاونو کې اېستلا شي چې په لومړي پړاو کې به هغه افغان کډوال له هېواده باسي کوم چې هېڅ ډول د مېشتېدو سند نه لري او په دويم پړوا کې به هغه افغان کډوال ستنوي وي چې د افغان ګړيتوب يا افغان سېټېزن نومې کارتونه لري چې د دغو کډوال پرضد د روان کال په اپرېل مياشت راهسې د عمليات پيل شي او په زرګونه شمېر کې د افغان سيټېزن کارت لرونکي کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي.
په درېيم پړوا کې حکومت ويلي و چې هغه کډوال به هم افغانستان ته لېږي کوم چې د ( پي او ار ) نومې د کډوالۍ کارت لرونکي دي.
اوسمهال په پاکستان کې د افغان کډوال استوګنې قانوني موده پای ته راسېدلې ده او د دغه کډوالو اړوند به د پاکستان پارليمان پرېکړه کوي او معلومه نه چې دغه کډوالو د پاتې کېدو موده به څومره وخته پورې له کومو شرايط سره وغځول شي.
د يادونې ده، چې په تېرو کلونو کې پاکستان حکومت افغان کډوال په خپله خوښه د تګ ټينګار کړی چې افغان کډوال د په خپله خوښه خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي خو په ورته مهال کې بيا د دغه هېواد پارليمان لخوا په د دغو کدوالو په پاکستان کې د استوګنې موده په مياشو يا تر يو کلنۍ پورې غځولې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0