کۀ ايران بيا يورينيم غني کړل نو حمله پرې کوو،ډونلډ ټرمپ

دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ خبردارے ورکړے دے چې کۀ چرې ايران ديورينيم دغني کولو عمل دوباره شروع کړو نو واشنګټن به پرې دوباره حمله وکړي.
دي هيګ کښې جاري دنيټو غونډې په موقعه ميډيا سره په خبرو کښې امريکائي صدر ووئيل چې دجنګ بندۍ لږه ډيره خلاف ورزي شوې ده، خو دهغه داحکاماتو لاندې اسرائيلي فضائي دجنګ بندۍ لاندې حملې ودرولې وې اؤ اوس په جنګ بندۍ په موثره انداز کښې عمل درامد روان دے.
ډونلډ ټرمپ دعوه کړې ده چې په ايران کښې ګڼ اهم اهداف په کاميابۍ سره په نخښه کړے شوي چې پکښې دفردو جوهري تنصيب مکمله تباهي شامل ده اؤ اوس په دې مقام صرف دتباهۍ اثار پاتې دي.
دۀ ووئيل چې ايران ته به هيڅ کله ديورينيم دغني کولو اجازه ورنۀ کړے شي ځکه چې دې سره دجوهري وسلې جوړولو لاره هواريږي کومه چې دمنلو وړ نۀ ده.
What's Your Reaction?






