دپاکستان فيلډ مارشل قابل احترام شخصيت دے، صدر ټرمپ
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ستاينه کړې ده۔ ولسمشر ټرمپ فيلډ مارشل سيد عاصم منير يو د درناوي وړ شخصيت وبللو او وې وئيل چې د پاکستان مشرتابه د تاوتريخوالي کمولو کښې مهم رول ادا کړے دے۔ په فلوريډا کښې د دفاع وزير او د بحري چارو له وزير سره په ګډه د مطبوعاتي کانفرنس پۀ مهال، صدر ټرمپ يو ځل بيا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې ودرولو کريډټ واخيستو هغه وويل چې ده مداخله وکړه او د يوې سترې تباهۍ مخنيوے ئې وکړو، او د دې اقدام له امله نزدې يو کروړ انسانان له مرګه وژغورل شول۔ د اولسمشر ټرمپ په وينا، تر اوسه پورې ئې په نړۍ کښې اته جګړې درولې دي، چې پکښې د پاکستان او هند ترمنځ ممکنه اټومي جګړه هم شامله وه۔په دې موقع اولسمشر ټرمپ د پاک-هند تاوتريخوالي پر مهال د الوتکو د غورځېدو يادونه هم وکړه، خو د شمېر په اړه اختلاف موجود و۔ هغه په بېلابېلو وختونو کښې د شپږ او اته الوتکو د غورځېدو ذکر کړے دے. په مطبوعاتي کانفرنس کښې د امريکا ولسمشر د دفاعي څانګې په اړه مهم اعلانونه هم وکړل۔ هغه وويل چې امريکا به سل چنده زيات ځواکمن د ټرمپ کلاس بحري بېړۍ جوړوي او پنځلس نوي سبمرينونه هم جوړېږي۔ د اولسمشر ټرمپ په وينا،ددې جوړولو په برخه کښې امريکا له هر بل هېواد څخه پنځلس کاله مخکې ده، او چين او روسيه په ګډون هېڅ هېواد د امريکا مقابله نه شي کولے۔ اولسمشر ټرمپ دا هم وويل چې د هغه حکومت د امريکا بحري ځواک د نړۍ تر ټولو پياوړي بحري ځواک ګرځولو لپاره کار کوي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0