نوښار، افغان مهاجر حساسو ادارو ګرفتار کړو

Oct 26, 2025 - 21:44
 0  6
نوښار، افغان مهاجر حساسو ادارو ګرفتار کړو

نوښار( وحدت خبريال)  دنوښار کينټ ډسټرکټ کورټس کښې  چائے سپلائي کوونکے افغان مهاجر  سوشل ميډيا ايکټي ويسټ حساسو ادارو په يوه کاميابه کارروايۍ کښې نيولے دے اؤ نامعلوم مقام ته ئې منتقل کړے دےو دذريعو وينا ده چې افغان مهاجر اغا نظام الدين  نه موبائيل اؤ اهم دستاويزات په قبضه کښې اخستل شويدي، دذريعو ترمخه ګرفتار افغان مهاجر اغا نظام الدين  نه څو جعلي کاغذونه هم په قبضه کښې اخستل شويدي چې تحقيقات ئې روان دي. ډسټرکټ کورټ نوښار کښې په سيکورټي مامورو اهلکارو اړ ضلعي کچهرۍ کښې مختلفو کسانو داغا نظام الدين دګرفتارۍ تصديق کړے دے  خو دهغه درشته دارو وينا ده چې  ورته هيڅ معلومات نشته چې هغه ولې نيول شوے دے، هغه به صرف چائے خرڅوله اؤ دکور کفالت به ئې کولو. نظام الدين په کوم جرم کښې شريک نۀ ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي