بنو، د نرښځيانو په سر ډزو کښې ۳ کسان مړه ،٨ ژوبل
کوهاټ ( نعمت الله خان )د خېبر پښتونخوا په سوېلي ضلع بنو کې تېره شپه د اکتبو پر 25مه شپې مهال نار جعفر سيمه کې د يوې ښادۍ پۀ مهال را بلل شويو نرښځيانو پر سر د دوو ډلو تر منځ هغه مهال شخړه رامنځته شوې کله چې د يوې ډلې لخوا نرښځيانو ځورول پيل شول.
دغه راز د بلې ډلې لخوا د دغو نرښځيانو پر سر لانجه کې د ډزو په کولو سره 3 کسان مړه او 8 نور ټپيان شوي دي.
د يادې سيمې پوليسو رسنيو ته ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، مړه شوي او ټپيان شوي کسان د سيمې ځايي روغتون ته رسولي.
د روغتون ډاکټرانو لخوا په ټپيانو د درېيو کسانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0