زما دنۀ قبلوونکو فکر نۀ لرم،وزيراعلى سهيل افريدي

Oct 24, 2025 - 22:46
 0  0
زما دنۀ قبلوونکو فکر نۀ لرم،وزيراعلى سهيل افريدي

چارسده( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې  زما دنۀ قبلوونکو فکر نۀ لرم، پاليسي به صرف  دباني چئيرمين چليږي، په چارسده کښې جلسې ته په وينا کښې سهيل افريدي ووئيل چې  دوزيراعلى( دمنصب ) لپاره چې نامزد کړے شوم نو ووئيلے شول چې مونږ ته قبول نۀ دے، خو نن ثابت شوه چې زۀ عوامو ته قبول يم. دۀ ووئيل چې  دباني سره مې ليدل غوښتل خو دعدالتي حکم باوجود هم  ليدو ته پرې نښودل شوم. دۀ ووئيل چې په خېبرپښتونخوا کښې به ټولې فيصلې دپي ټي ائي دباني دويژن مطابق وي، زمونږ په اعتماد کښې داخستو نه بغير به دبندو کوټو فيصلې نۀ منو. دۀ ووئيل چې  زۀ ددغه نۀ قبلوونکو فکر نۀ لرم، دخپلو عوامو نه پوښتنه کووم چې ورته قبول يم که نه؟ نن په چارسده کښې ثابت شوه چې زۀ قبول يم.

سهيل افريدي ووئيل  زما خلاف په ټول پاکستان کښې پروپيګنډه وکړے شوه، زما ددهشت ګرد جوړولو کوشش وکړے شو، ووئيلے شول چې نااهله، ناتجربه کار ماشوم يو، ډيليور به نۀ کړے شم. دۀ ووئيل چې  ما دعوامو عدالت ته دتللو اؤ دخپلې مقدمې ددوي مخې ته دايښودو فيصله وکړه، ماته ووئيلے شول چې چارسدې، خېبر، کرک ته مۀ ځۀ، ژوند ته دې خطره ده، وبه وژلے شې. وزيراعلى ووئيل  مايوسه کيږئ مۀ،  ملک ته به حقيقي ازادي، ائين اؤ دقانون بالادستي راوړو، په ملک اؤ قوم ظل اؤ جبر کوونکي به  دانصاف  مقام ته راولم. دحکومت، عوامو اؤ پارلمان په اعتماد کښې داخستل کيدو نه بغير شوې يوه فيصله به هم نۀ منو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي