خضدار کښې دوسله والو په تعميراتي کيمپ حمله،١٨ مزدوران اغوا

Oct 24, 2025 - 22:06
 0  1
خضدار کښې دوسله والو په تعميراتي کيمپ حمله،١٨ مزدوران اغوا

دبلوچستان په خضدار ضلع کښې نامعلومو وسله والو ديوې تعميراتي کمپنۍ په کيمپ حمله کړې اؤ اتلس مزدوران ئې اغوا کړيدي، ګڼ ګاډي ئې سوزولي اؤ مشينرۍ ته ئې اور ورته کړے اؤ تباه کړې ئې ده. دا په بلوچستان کښې ديوې هفتې دننه دمزدورانو داغوا کولو دويمه لويه سانحه ده چې ورسره په علاقه کښې  امنيتي اندېښنې نورې هم سيوا شويدي، دچارواکو ترمخه دا افسوسناکه پېښه دزيارت په شپه دخضدار نه خواؤشا اتيا کلو ميټره لرې  دنال علاقې کليړي کښې شوې ده، په لسګونو وسله والو وړومبے شاهراه بلاک کړې ، ټريفک ئې ودرولے اؤ بيا ئې دنجي تعميراتي کمپنۍ په کيمپ اؤ کرش پلانټ حمله کړې ده، دې کمپنۍ  دخضدار دضلع واشک علاقې بسيمه سره تړل کيدونکي اهم سړک په تعمير کار کولو چې دصوبې دترقياتي منصوبو برخه ده. دعلاقې ليويز انچارج علي اکبر دتفصيلاتو ښودلو په دوران ووئيل حمله کوونکو په کرش پلانټ حمله کړې اؤ هلته موجودو ګاډو اؤ مشينرۍ ته ئې اور ورته کړے دے چې له امله ئې اتۀ ګاډو ته سخت نقصان رسيدلے دے چې پکښې درنه مشينري اؤ ټرانسپورټ وهيکلز شامل دي. دۀ ووئيل چې وسله والو کسانو په کيمپ کښې موجود مزدوران په زبردستۍ دځان سره بوتللي دي،  داغوا شوو  زياترو مزدورانو تعلق دسندهـ سره دے  چې بلوچستان ته دروزګار لپاره راغلي وو. دتعميراتي کمپنۍ ډي بلوج منيجر ذوالفقار احمد تصديق کړے دے چې په ابتدائي توګه وسله والو کسانو شل مزدوران اغوا کړي وو خو ورسوته ئې دوه پريښي دي، نور اتلس مزدوران تراوسه بې درکه دي اؤ ددوي دبازيابۍ لپاره کوششونه روان دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي