وفاقي کابينې په ټي ايل پي دبنديز منظوري ورکړه

Oct 23, 2025 - 21:05
 0  1
وفاقي کابينې په ټي ايل پي  دبنديز منظوري ورکړه

  وفاقي کابينې د ترهګرۍ ضد قانون (Anti-Terrorism Act) تر مادې لاندې پر مذهبي او سياسي ډلې تحريک لبېک پاکستان (TLP) د بنديز لګولومنظوري ورکړې ده.

 د وزيراعظم په مشرۍ د کابينې غونډه وشوه، چې پکښې د پنجاب حکومت له خوا پۀ  ټي ايل پي  د بنديز د سپارښتنې په اړه غړو ته معلومات ورکړل شول۔

وفاقي کابينې د ائين د ۱۷ مادې لاندې  پۀ ټي ايل پي  پر بنديز اتفاق وکړو، او د کورنيو چارو وزارت ته يې د لا نورو قانوني ګامونو د اخيستلو امر وکړو۔

 

 د کابينې د غونډې اعلاميه

د اعلاميې له مخې، د پنجاب حکومت په غوښتنه د کورنيو چارو وزارت يوه سمري وفاقي کابينې ته وړاندې کړل شوه، او کابينې په متفقه توګه پرېکړه وکړه چې ټي ايل پي دې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې يوه کالعدم  ډله وبلل شي۔

وفاقي کابينې ته د ټي ايل پي د تاوتريخوالي او ترهګرو کړنو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړل شو۔

په غونډه کښې د پنجاب د حکومت لوړ پوړو چارواکو د ويډيو لينک له لارې ګډون وکړو، او غونډې ته د دغې   ډلې د تاوتريخوالو او ګډوډۍ جوړولو په اړه معلومات وړاندې شول۔

بريفنګ کښې وويل شول چې دا ډله د ۲۰۱۶ کال راهيسې فعاله ده، او د ټول هېواد په بېلابېلو برخو کښې يې د شر او ګډوډۍ پېښې رامنځته کړې دي۔

په ۲۰۲۱ کال کښې هم پر ټي ايل پي  بنديز ولګېدو، خو شپږ مياشتې وروسته دې شرط سره بنديز لرې شو چې بيا به د تشدد يا ګډوډۍ پېښې نه جوړوي۔ اوسنے بنديز د همدې ژمنو ماتولو له امله يو ځل بيا لګول شوے دے۔

په اعلاميه کښې ويل شوي چې د ټي ايل پي  د تاوتريخوالي نه ډکو احتجاجونو او مظاهرو پر مهال د امنيتي ځواکونو غړي او بې‌ګناه خلک وژل شوي دي۔

د بريفنګ او د پنجاب د حکومت د سپارښتنې وروسته، وفاقي کابينې په متفقه توګه دا پرېکړه وکړه چې تحريک لبېک پاکستان د ترهګرۍ او تاوتريخوالي په کارونو کښې ښکېله ده۔

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي