پېښور کښې دغيرت په نوم زنانه اؤ سړے قتل

Oct 13, 2025 - 10:52
 0  2
پېښور کښې دغيرت په نوم زنانه اؤ سړے قتل

 دپېښور دداودزئي تاڼې په علاقه شکرپوره کښې دغيرت په نوم يو خاوند خپله ميرمنه ديو سړي سره قتل کړېده، دپوليسو وينا ده چې فخر عالم ولد عبدالقيوم دنيامے اوسيدونکي رپورټدرج کړے چې دهغه لور مقدس  دسيف الله ، شکر پوره اوسيدونکي، سره وادۀ کړے ؤ خو تيره ورځ ورته اطلاع ترلاسه شوه چې زوم ئې دغيرت په نوم دهغه لور اؤ يو بل تن سعيد خان په ډزو سره قتل کړي اؤ بيا تښتيدلے دے، په دې اطلاع چې هغه موقعې ته ورسيدو نو دواړه په وينو کښې لت پت پراتۀ وو، وروسته ملزم په تېښته کښې کامياب شوےدے،  دپوسټ مارټم نه پس  ددواړو مړي  وارثانو ته حواله کړے شويدي، پوليسو دقتل مقدمه درج کړېده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي