اورکزو کښې عمليات،19 ترهه ګر ووژل شول، ددوه افسرانو پشمول 11 اهلکار شهيدان
په اورکزئ کښې د امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پۀ اساس عمليات ترسره شوي، چې پکښې د ليفټيننټ کرنل او دسيکنډ ان کمانډ ميجر په ګډون 11 پوځيان شهيدان شوي، خو د جوابي عملياتو په نتيجه کښې 19 خوارج وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ISPR) له مخې، دا عمليات د اکتوبر د ۷مه او ۸مه پۀ په منځ شپه کښې د هندي پراکسي "فتنۃ الخوارج" پۀ يو مرکز ترسره شول. د ځواکونو مؤثره اقدام له امله د ترهګرو څو پټنځايونه تباه کړل شول. ائي ايس پي ار ويلي چې په شهيدانو کښې ليفټيننټ کرنل جنيد عارف شامل دے، چې د عملياتو مشري ئې د مخکې نه کوله، او همدار شان سيکنډ ان کمانډ ميجر طيب راحت هم شهيد شوے دے. نورو شهيدانو کښې، نائب صوبيدار اعظم ګل، نائيک عديل حسين، نائيک ګل امير، لانس نائيک شير خان، لانس نائيک طالش فراز، لانس نائيک ارشاد حسين ، سپاهي طفيل خان، سپاهي عاقب علي، سپاهي محمد زاهد ائي ايس پي ار زياتوي چې امنيتي ځواکونه د ټول ملک نه د ترهګرۍ ختمولو او دائمي سولې لپاره پوره پرعزم دي، او ددې عناصرو خلاف به لا نور سخت اقدامات ترسره کېږي. د اورکزوۍ په سيمه کښې د کليئرنس عمليات لا هم روان دي، او پوځ د هند د ملاتړو ترهګرو پۀ ضد مبارزه کښې خپل عزم ته ژمن دے. د شهيدانو قربانۍ د ترهګرۍ خلاف دپاک فوځ دځوانانو عزم نوره هم پياوړې کوي، بلخوا دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور دنولسو ترهه ګرو په وژلو سيکورټي فورسز ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړيدي اؤ ديوولسو اهلکارو پپۀ شهادت ئې دغفسوس اظهار کړے دے، وزيراعلى دشهيدانو ددرجو لوړوالي اؤ پسماندګانو لپاره دصبر جميل دعا کړې ده، وزيراعلي دزخمي اهلکارو زر صحتيابۍ لپاره هم دنيکو خواهشاتو اظهار کړے دے، وزيراعلي وئيلي دي چې دملک اؤ قوم په خاطر دځانونو قربانو ورکوونکو دې اهلکارو اؤ ددوي کورنيو ته سلام پيش کوو، وزيراعلى ووئيل چې په ملک کښې دامن لپاره دسيکورټي فورسز شهادتونو لازواله داستان رقم کړے دے، دشهيدانو دا قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0