دايمل ولي خان سيکورټي اهلکار واپس بلل شويدي، انجنئير احسان الله
دعوامي نيشنل پارټۍ ترجمان انجنئير احسان الله خان وئيلي دي چې دصوبائي خپلواکۍ اؤ دوفاق پاکستان په حواله هائبرډ رژيم په عملي توګه ائين معطل کړے دے. دۀ وئيلي دي چې دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور په مرکزي حکومت کښې دناستو هائبرډ رژيم پۀ خاکۍ مالکانو اؤ سياسي نوکرانو دمشتملې ډلې مخې ته په مکمله توګه بې وسه اؤ مجبوره په نظر راځي، انسپکټر جنرل پوليس خېبرپښتونخوا دوزيراعلى دواضحه هدايات نظرانداز کړي اؤ دوفاقي داخله وزارت په احکاماتو عمل کولو سره ئې دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر ايمل ولي خان نه ټول سيکورټي اهلکار واپس بللي دي. دې اقدام سره نۀ صرف دوزيراعلى لخوا ايمل ولي خان ته ورکړے شوې يقين دهاني بې اثره شوې ده بلکې دائي جي پي جاري کړے شوي پخواني احکامات هم په هوا کښې الوزول شوي دي چې دصوبائي خپلواکۍ اؤ حکومتي اختيار دسنګينې خلاف ورزۍ نشاندهي کوي. ددې نه وړاندې په وفاقي کچه سيکورټي دوړاندې نه پس اخستل شوې وه اؤ اوس دخېبرپښتونخوا پوليس اهلکار هم په مکمله توګه لرې کړے شويدي. وزيراعلي علي امين ګنډاپور په ذاتي توګه ايمل ولي خان ته باور ورکړے ؤ چې دهغه سيکورټي به برقراره ساتل کيږي اؤ کمولے به نه شي، په ډاګه دې وي چې دايمل ولي خان نه سيکورټي وروسته له هغې واپس واخستل شوه چې څو ورځې وړاندې هغه په سينټ کښې دوينا په وخت دارمي چيف دامريکې ددورې په اړه پوښتنې راولاړې کړې وې اؤ دغه دوره ئې غيرائيني ګرځولې وه.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0