په وانا ډي ائي خان روډ ټريفکي پېښه، دوه تنه مړۀ
وانا( نورعلي) دکوز جنوبي وزيرستان علاقې سي پي سيکندر سره نزدې په وانا ډيره اسماعيل خان روډ يوه افسوسناکه ټريفکي پېښه شوې ده چې په نتيجه کښې ئې دوه تنه مړۀ اؤ پينځه ژوبل شويدي، دپوليس ذريعو وينا ده چې مړو شوو کښې نندانه بي بي اؤ سلا بي بي شامل دي، ژوبل شوو کښې رحمت ولد جلات خان، رضيه بخت بي بي، ميزر ولد ميرعالم، خدا نظر ولد ميرعالم، اؤ مزدور مروت ولد پير محمد شامل دي، ټول ژوبل شوي کسان په فوري توګه ډي ايچ کيو هسپتال ډيره اسماعيل خان ته منتقل کړے شوي دي. دعيني شاهدانو وينا ده چې دا حادثه دتيزرفتارۍ اؤ ډرائيور دغفلت په وجه شوې ده، پوليسو دپېښې تحقيقات شروع کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0