په کوهاټ کې د "يو اېن اېچ سي ار" ساحوي دفتر وتړل شو
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د خيبر پښتونخوا سوېلي سيمو لپاره په کوهاټ کې خپل ساحوي دفتر وتاړه. د کډوالو اړوند ټول خدمات به اوس له پېښور ايالتي دفتر څخه ترسره کېږي.
په خيبر پښتونخوا کې له کډوالو سره قانوني مرستو کوونکې د "شارپ" په نومې نادولتي موسسې په خپل رسمي فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د UNHCR دفتر نږدې يوولس کاله وروسته په کوهاټ کې تړل شوی او د کاري ډلې ټول فعالیتونه پېښور ته انتقال شوي دي.
سرچينې وايي، د ياد دفتر له لارې به په سوېلي ولسوالۍ کوهاټ، هنګو، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان ـ کې مېشت کډوالو ته مرستې او د ستونزو هوارولو چارې کېدې چې اوس به د پېښور له دفتره پرمخ وړل کېږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0