برطانيه: ديهوديانو په عبادت ګاه حمله کې ٢ کسان مړه،٣ ژوبل

Oct 2, 2025 - 23:21
 0  1
برطانيه: ديهوديانو په عبادت ګاه حمله کې ٢ کسان مړه،٣ ژوبل

 په برطانيه کښې د يهوديانو د مذهبي ورځ په ورځ د دوي عبادت ځاي باندې  په چاړې سره حمله کړې ده چې پکښې دوه تنه وژل شويدي   

د نړېوالو خبري اژانسونو له مخې، دا بريد د مانچسټر په يهودي عبادت ځائے باندې د "يوم کفاره" د سهار په وخت کښې شوى، کله چې يهوديان د خپل مذهبي ورځ لمانځلو لپاره هلته راټول شوي وو.

موټر چلوونکي  بريد کوونکي  هڅه وکړه چې د امنيتي چيک پوسټ نه زور سره داخل شي او عبادت ځاي ته تلونکو خلکو باندې يې موټر وخېژاوه.

وروسته، بريد کوونکي چې وسله يې لرله، له موټره راکښته شو او پر عبادت ته تلونکو خلکو يې د چاړې بريد وکړو. په دې بريد کښې دوه يهوديان پر ځاي وژل شوي او درې نور سخت ژوبل دي.

وژل شويو کسانو کښې يو امنيتي ساتونکى هم شامل دي چې کله يې د بريد کوونکي مخه نيوله، نو سخت زخمي شو او د چاړې ژور ټپونه يې وخوړل.

د بريد نه وروسته، پوليس زر سره سيمې ته ورسېدل او د يهودي عبادت ځاي محاصره يې وکړه. د بريد کوونکي سره په ډزو کښې هغه هم ووژل شو.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي