دايشيا کپ اخري ميچ،هند سري لنکا له ماتې ورکړه، دپاکستان او هند فائنل سبا کيږي

Sep 27, 2025 - 10:43
 0  2
دايشيا کپ اخري ميچ،هند سري لنکا له ماتې ورکړه، دپاکستان او هند فائنل سبا کيږي

 دايشيا کپ ټي ٢٠ سپر فور مرحله کښې  دهند او سري لنکا ترمينځ لوبول شوے اخري ميچ ددلچسپې مقابلې نه پس برابر شوے خو هند په مقررو ٢٠و اورونو کښې  ټائي شوے ميچ په سپر اوور کښې پخپل نوم کړے دے.

هند په سپر اوور کښې ددرې رنز هدف په وړومبي بال ترلاسه کړے دے، سري لنکن بيټرانو دسپر اوور په پينځه بالونو دوه رنز جوړ کړي اؤ دوه وکټې ئې بائيللي دي.

ددوبۍ  کرکټ اسټيډيم کښې لوبول شوي ميچ کښې  دسري لنکا په دعوت هند دوړومبي بيټنګ کولو  سره  دابهيشک شرما، تلک ورما اؤ سنجو سيم سن دغوره بيټنګ په وجه په مقررو٢٠ؤ اورونو کښې دپينځوو وکټو په نقصان ٢٠٢ رنز جوړ کړي، دکوم په جواب کښې چې دسري لنکا ټول ټيم په مقررو ٢٠ؤ اورونو کښې د٥ؤ وکټو په نقصان ٢٠٢ رنز جوړ کړي او دغسې دغه ميچ ټائي شوے خو فيصله ئې په سپر اوور کښې شوې ده.

 دپاکستان اؤ هند ترمينځ دايشيا کپ فائنل مقابله به سبا په ٢٨م ستمبر داتوار په ورځ  ترسره کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي