کوهاټ پوليسو د نرښځيانو د ستونزو او خونديتوب لپاره ځانګړې مرستندويه ليکه پرانېستله
کوهاټ ( نعمت الله خان) د کوهاټ پوليسو د نرښځيانو د ستونزو د اورېدو او د هغوی د خونديتوب لپاره د پوليسو په 15 مرستندويه مرکز کې ځانګړی ډېسک پرانيست.
اوس نرښځيان کولای شي حضوري يا د ټېليفون له لارې خپلې ستونزې له پوليسو سره شريکې کړي.
پوليس چارواکي وايي، دا ګام يې د دې لپاره پورته کړی چې نرښځيان هم د ټولنې غړي دي او د قانون له مخې يې خونديتوب د پوليسو مسووليت دی.
د ډېسک د پرانيستلو پر مهال په کوهاټ کې مېشت يو شمېر نرښځيانو ګډون وکړ او د پوليسو دغه اقدام يې ستاينه وکړه. دوی هيله څرګنده کړه چې له دې ګام سره به د هغوی ستونزې په قانوني توګه حل او د دوی پر واړندې رامنځته کېدونکې پېښې به راکمې شي.
ياد ګام تر هغه وروسته پورته شوی، چې کله په پېښور کې نرښځيانو د ايالت لويې محمکې (های کورټ) له قاضي غوښتي وو چې د صوبې په بېلابېلو سيمو کې د دوی د وژنو او ځورونې مخنيوي لپاره د خونديتوب ګامونه پورته کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0