له پنجاب ايستل شوي افغان کډوالو ګڼې کورنۍ کوهاټ ته کډه شوې
کوهاټ ( نعمت الله خان)د پنجاب ايالت څخه د افغان کډوالو د اېستلو عملياتو له امله ګڼې کورنۍ د خيبر پښتونخوا کوهاټ ولسوالۍ ته راکډه شوې دي.
د سرچينو په وينا، د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو پر ضد د روانو عملياتو له کبله ډېر افغانان اړ شوي چې کوهاټ ته راشي. دوی وايي چې په خيبر پښتونخوا کې د کډوالو پر وړاندې حکومتي رويه نسبتاً نرمه ده.
کډوالې کورنۍ اوس د کوهاټ په بېلابېلو افغان کډوالو پنډغالو کې له خپلو خپلوانو سره په کورونو او هجرو کې مېشتې شوې دي. سرچينې زياتوي، که چېرې حکومت د کډوالو په اېستلو کې کومه نرمي او يا مهلت ورکړي، نو دا کورنۍ به بېرته پنجاب ته ستنې شي.
راغلو کډوالو ويلي، دوی کلونه په پنجاب کې مېشت ول، کاروبارونه يې کول او اولادونه يې هلته په ښوونځيو کې درس ويل، خو اوس د عملياتو له امله د کورونو پرېښودو ته اړ شول او د خيبر پښتونخوا ته را وکوچېدل او د اولادونو زده کړې هم ټکنۍ شوې دي.
په پاکستان کې د پروف اف رجسټرېشن (PoR) لرونکي کډوال غوښتنه کوي، چې حکومت دې ورته وخت ورکړي او په داسې بېړنيو حالاتو کې دې بايد له هېواد نه اېستل کېږي ځکه چې پاکستان د افغان کډوالو اوږدمهاله مېلمه پالنه کړې چې افغان کډوال یې منندوی دي.
کډوالو زياته کړه، په افغانستان کې د نوي حکومت تر واک لاندې لا هم د ژوند اساسي اسانتياوې نشته، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار کولو بنديز لګېدلی، او د دوی په ټولنه کې داسې کسان هم شته چې د افغانستان اوسني نظام کې د ژوند کولو توان نه لري او له ګواښ سره مخ دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له پاکستان غوښتنه کړې چې د کډوالو جبري اېستنه ودروي او د نړيوالو خونديتوب قوانينو ته درناوی وکړي. د دې ادارې په وينا، پاکستان د کلونو لپاره د افغان کډوالو ښه کوربه پاتې شوی او ښه ده چې کډوال په خپله خوښه بېرته ستانه شي.
د پاکستان حکومت بيا وايي، چې له هېواده ناقانونه مېشت بهرنيان ځکه باسي چې په هېواد کې يې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې دي. د حکومتي دريځ له مخې، اوس يوازې هغه افغانان قانوني بلل کېږي چې په ويزه ورغلي وي، د نورو کډوالو د کډوالۍ کارتونه لغوه شوي او د ستنېدو امر ورته شوی دی.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0