چارسده، دشهيد سپاهي فصيح الدين خان دجنازې لمونځ ادا
په چارسده کښې دشهيد سپاهي فصيح الدين خان دجنازې لمونځ دسرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے، ار پي او مردان اؤ ډي پي او چارسده پشمول نورو افسرانو دهغه دجنازې په لمونځ کښې شرکت کړے دے، دپړانګ تاڼې حدودو کښې درب ماجوکے کښې دانتهائي خطرناکو اشتهاري مجرمانو په ډزو سپاهي فصيح الدين شهيد شوے ؤ چې دجنازې لمونځ ئې پوليس لائن چارسده کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے. دهغه دجنازې په لمونځ کښې ريجنل پوليس افسر مران جواد قمر، ډسټرکټ پوليس افسر چارسده محمد وقاص خان، ډپټي کمشنر چارسده ډاکټر عظمت الله خان، ايس پي انويسټي ګيشن چارسده سجاد خان اؤ نورو شرکت کړے دے، دپوليسو چاق وچوبند دستې شهيد ته سلامي ورکړې ده
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0