په کوهاټ کې افغان کډوالو ته ويل شوي د ستنېدو لپاره د چمتوالی ونيسي
کوهاټ ( نعمت الله خان ) په کوهاټ کې افغان کډوالو ته ويل شوي، خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د چمتوالی ونيسي او لاړ دې شي.
د کډوالو بېرته ستنولو په دغه بهر کې به ورسره ضلعي چاروکي افغان کډوالو سره خپلې مرستې هم کوي.
د کوهات ضلعي چارواکو په کوهاټ کې مېشت افغان کډوالو پنډغالو ته تللي او هلته يې د افغان کډوالو مشرانو سره په ناسته کې ويلي دي، افغان کډوال د بېرته خپل هېواد ته د تګ لپاره چمتوالی ونيسي او نور په پاکستان کې نشي پاتې کېدلای ځکه چې د کارتونو استوګنې موده يې پای ته رسېدلې ده.
چارواکي زياتوي، دوی د پاکستان مرکزي حکومت اور د کورنيو چارو وزارت په امر دغه پيغام افغان کډوالو ته رسوي چې پخپله غوښه د ټول افغان کډوال نور بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د کمېشنر په خبره، چې پاکستان حکومت د کډوالو ستندولو لپاره هغه پلان عملي کوي په کوم کې چې په لومړي پړوا کې په پاکستان ناقانونه تو ګه مېشت افغان کډوالو لېږل په دويم پړاو کې د افغان وګړيتوب يا ( اې سي سي ) په نوم کارت لرونکي کډولو د اېستلو امر وکر خو اوسمهال د ( پروف اف رجسټرېشن۔ پي او ار ) په نوم کارت لرونکي کډوال ستنوي.
د کوهاټ ولسوالۍ کچې دغه چارواکو ته د افغان کډوالو مشرانو په دريځ کې ويلي، چې بايد په دومر بېړنيو حالاتو کې د په کلونو مېشت افغان کډوال چې څلور نسلونه يې په ياد هېواد کې زيږېدلي بايد ستانه نه کړای شي.
د کډوالو دغه مشرانو په وينا دوی خپل د ژوند چارې او معاملات په دومره کمه موده کې نشي راغونډولای دغه کډوال په پاکستان کې شتمنۍ لري اور او اولادنه يې پر زدکرو بوخت دي.
کډوال له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دوی د يو منظم پلان له لارې افغانستان ته وليږدول شي.
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو په اړه دريځ لري چې په هېواد کې يې ناامني ډېره شوې ده نور له خپل هېواد څخه د ناقانونه بهرنيانو په ګډون افغان کډوال هم بېرته ستنوي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0