په لزبن کې د کيبل ټرين حادثه، لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او ۱۸ نور ژوبل
د پرتګال پلازمېنه لزبن کې يو کيبل ټرين له پټلۍ وتلظ او د ښار په يو له خورا مشهور سياحتي ځايونو کې له يوې ودانۍ سره جنګيدلى، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه، او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
د فرانس خبري آژانس (AFP) د راپور له مخې، دې کيبل ټرين د غره چړهايۍ غوړيدلې پټلۍ باندې کنټرول وبايله او د يوه ودانۍ سره يې سخت ټکر وکړ. د ژغورنې ادارو په وينا، ژوبل شوي کسان د مختلفو هېوادونو اوسېدونکي دي او ټول کسان له ملبې ايستل شوي دي.
د پرتګال حکومت د پېښې قربانيانو ته د درناوي په موخه د ملي ماتم ورځ اعلان کړى. همداراز، د اروپايي اتحاديې مشرې ارسلا فان ډير لاين د قربانيانو کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د لزبن ښاروال، کارلوس موئيداس، دا پېښه د ښار د تاريخ "بې سارې غميزه" بللې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0